د کابل- هرات پر لویه لار ماین چاودنې ۴۲ مسافرو ته مرګ ژوبله واړوله

9 اسد 1397 ساعت 10:17

د کابل – هرات پر لویه لار د فراه ولایت اړونده سیمه کې پر یوه ۳۰۳ مسافر ووړنکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.


د کابل – هرات پر لویه لار د فراه ولایت اړونده سیمه کې پر یوه ۳۰۳ مسافر ووړنکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شبنې د زمري ۹ مه د کابل – هرات پر لویه لار د فراه ولایت د توتنګ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

ویل کېږي ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی موټر له هرات څخه کابل ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې ماین پرې چاودلی دی.

لومړني راپورونه وايي، په دغه چاودنه کې ۱۱ مسافر وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.

د هرات روغتیايي چارواکو د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د ټپیانو د لېږد له پاره یې طیبي پرسونل او امبولانسونه سیمې ته لېږلي دي.

د هرات د امبولانس مسؤول ډاکتر ابراهیم محمدي ویلي، چې امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې هرات او فراه ته لېږدولي دي.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:هرات
 
 


د مطلب کود: 106893

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106893/

جمهور
  https://www.jomhornews.com