د کابل – هرات پر لویه لار د فراه ولایت اړونده سیمه کې پر یوه ۳۰۳ مسافر ووړنکي بس موټر د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې ده.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن سه شبنې د زمري ۹ مه د کابل – هرات پر لویه لار د فراه ولایت د توتنګ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.
ویل کېږي ۳۰۳ ډوله مسافر وړونکی موټر له هرات څخه کابل ته په لاره و، چې په یاده سیمه کې د سړک د غاړې ماین پرې چاودلی دی.
لومړني راپورونه وايي، په دغه چاودنه کې ۱۱ مسافر وژل شوي او ۳۱ تنه نور ټپیان شوي دي.
د هرات روغتیايي چارواکو د چاودنې پخلی کړی او ویلي یې دي، چې د ټپیانو د لېږد له پاره یې طیبي پرسونل او امبولانسونه سیمې ته لېږلي دي.
د هرات د امبولانس مسؤول ډاکتر ابراهیم محمدي ویلي، چې امبولانسونه سیمې ته رسېدلي او ټپیان یې هرات او فراه ته لېږدولي دي.
تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:هرات