وسله والو فاریاب کې یوه مېرمن او د هغې لور وژلې دي

9 اسد 1397 ساعت 13:48

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ۳۵ کلنه مېرمن او د هغې ۱۵ کلنه لور په ډزو وژلې دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو په فاریاب ولایت کې یوه ۳۵ کلنه مېرمن او د هغې ۱۵ کلنه لور په ډزو وژلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د فاریاب د پولیسو ویاند کریم یورش زیاتوي، چې دغه پېښه نن سه شبنې د زمري ۹ مه سهار مهال د دې ولایت د کوهستان ولسوالۍ او میمنې ښار تر منځ د قرم قل په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي ویلي، دغه مېرمن او لور یې له څلورو زامنو سره یو ځای د کوهستان ولسوالۍ څخه میمنې ښار ته په لاره وه، چې طالبانو نیولې او له لور سره یې وژلې ده.

دی وایي وژل شوې مېرمن صفورا نومېږي او درې زامن یې طالبانو خوشي کړي، چې میمنې ښار ته رسېدلي دي.

ویل کېږي طالبانو دغه مېرمن او لور یې په دې تور وژلي، چې ګڼې د دوی د کورنۍ یو غړی د ولسي پاڅونکوونکو په ډله کې وو.

امنیتي چارواکو له قومي مخور او سپین ږیرو غوښتي تر څو د دغه وژل شویو مېرمنو جسدونه میمنې ښار ته ولېږدوي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:فاریاب
 


د مطلب کود: 106911

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106911/

جمهور
  https://www.jomhornews.com