جوزجان کې ۲۵ داعشیان افغان پوځ ته تسلیم شول

9 اسد 1397 ساعت 15:10

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې ۲۵ داعش وسله وال له وسلو سره یو ځای افغان پوځ ته تسلیم شول.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، په جوزجان ولایت کې ۲۵ داعش وسله وال له وسلو سره یو ځای افغان پوځ ته تسلیم شول.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جوزجان د امنیه قوماندانۍ ویاند محمد اسماعیل وايي، دغه داعشیان د دې ولایت په درزاب ولسوالۍ کې ملي اردو ځواکونو ته تسلیم شوي دي.

نومووي زیاته کړه، تسلیم شوي کسان په چورلکه کې د جوزجان مرکز شبرغان ته لېږدول شوي دي.

په ورته وخت کې د جوزجان امنیه قوماندان فقیر محمد جوزجاني وايي، په درزاب کې له دوه کلیو پرته نور ټول کلي له داعش څخه پاک شوي دي.

په جوزجان کې دا درېیم ځل دی، چې ډله ډله داعشیان افغان ځواکونو ته تسلیمېږي.

دغه داعشیان پر داسې مهال تسلیمېږي، چې په دې ولایت کې له طالبانو سره په سخت جګړه کې ګیر دي.

امنیتي چارواکي وايي، د طالبانو او داعش تر منځ جګړه کې دواړو لورو ته درانده تلفات اوښتي دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 


د مطلب کود: 106915

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106915/

جمهور
  https://www.jomhornews.com