۰

د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېته ټاکلې ده

سی شنبه ۹ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۵:۵۶
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نېږدې سرچینې وايي، دغه کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه نېټه ټاکلې ده.
د ټاکنو خپلواک کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېته ټاکلې ده
د ټاکنو خپلواک کمېسیون ته نېږدې سرچینې وايي، دغه کمېسیون د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه د ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه نېټه ټاکلې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه سرچینې چې د نوم ښودلو نه یې ډډه کړې ویلي، چې په همدې نېټه به د ولایتي شوراګانو ټاکنې هم تر سره شي.

سرچینې ویلي، چې په همدې موخه نن سه شبنې د زمري ۹ مه کمېسیون د سیاسي ګوندونو او مدني ټولنو استازو سره غونده درلوده.

د سرچینې د معلوماتو پر بنسټ په دې غونډه کې پر څو نېټو بحثونه وشول، خو په پای کې ټولو ګډون کوونکو د راتلونکي ۱۳۹۸ کال د وري یا حمل میاشتې ۳۱ مه د ولسمشرۍ ټاکنو له پاره وټاکله.

په ورته وخت کې د ټاکنو د خپلواک کمېسیون مرستیال ویاند ذبیح الله سادات هم تایید کړې، چې کمېسیون په ناسته کې ټولې نېتې بحث لاندې نیولې وې، چې کره نېټه به یې سبا چهارشنبې په رسمي ډول اعلان کړي.

دا په داسې حال کې ده، چې ولسمشر څو ورځې وړاندې د ټاکنو له خپلواک کمېسیون څخه غوښتي و، چې د ولسمشرۍ ټاکنو نېټه ژر تر ژره اعلان کړي.

که چېرته د ټاکنو خپلواک کمېسیون سبا ته د راتلونکي ۹۸ کال د ورځي میاشتې ۳۱ مه نېټه د ولسمشرۍ د ټاکنو تر سره کېدو له پاره اعلان کړي نو په دې اساس به له نن څخه شپږ میاشتې وروسته د ولسمشرۍ ټاکنې تر سره شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي