د ۱۳۹۷ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

10 اسد 1397 ساعت 16:06

د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۷ کال د دولسم ټولګیو د فارغیو د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې.


د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۷ کال د دولسم ټولګیو د فارغیو د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د لوړو زده کړوو وزیر ډاکتر نجیب اله خواجه عمري نن چهارشنبې د زمري ۱۰ مه په رسمي ډول دغه پایلې اعلان کړې.

نوموړي و ویل، چې د ۱۳۹۶ کال په کانکور ازموینه کې ۱۷۵۶۹۸ کسانو ګډون کړی و، چې له دې ډلې ۷۷،۸ سلنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.

دی وایي، له دغه شمېر شپېته زره او یوپنځوس کسان لوړو زده کړو، ۵۸ زره کسان نیمه لوړو زده کړو، ۱۲ زره د خصوصي زده کړو، ۱۹ زره بې نتیجې او ۱۷ زره هم هغه کسان دي، چې ازموینه کې یې ګډون نه وو کړی.

د هغه په وینا د سږ کال د کانکور تر ټولو لوړه نمره د تهمینه په نوم یوې نجلۍ وړې، چې د کابل ولایت اوسېدونکې، د افغان ترک لېسې څخه فارغه وه او ۳۵۳ نمرې یې وړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 106952

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/106952/

جمهور
  https://www.jomhornews.com