۰

د ۱۳۹۷ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې

چهارشنبه ۱۰ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۶:۰۶
د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۷ کال د دولسم ټولګیو د فارغیو د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې.
د ۱۳۹۷ کال د کانکور ازموینې پایلې اعلان شوې
د لوړو زده کړو وزارت د ۱۳۹۷ کال د دولسم ټولګیو د فارغیو د کانکور د ازموینې پایلې اعلان کړې.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د لوړو زده کړوو وزیر ډاکتر نجیب اله خواجه عمري نن چهارشنبې د زمري ۱۰ مه په رسمي ډول دغه پایلې اعلان کړې.

نوموړي و ویل، چې د ۱۳۹۶ کال په کانکور ازموینه کې ۱۷۵۶۹۸ کسانو ګډون کړی و، چې له دې ډلې ۷۷،۸ سلنه لوړو او نیمه لوړو زده کړو ته لار موندلې ده.

دی وایي، له دغه شمېر شپېته زره او یوپنځوس کسان لوړو زده کړو، ۵۸ زره کسان نیمه لوړو زده کړو، ۱۲ زره د خصوصي زده کړو، ۱۹ زره بې نتیجې او ۱۷ زره هم هغه کسان دي، چې ازموینه کې یې ګډون نه وو کړی.

د هغه په وینا د سږ کال د کانکور تر ټولو لوړه نمره د تهمینه په نوم یوې نجلۍ وړې، چې د کابل ولایت اوسېدونکې، د افغان ترک لېسې څخه فارغه وه او ۳۵۳ نمرې یې وړې دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي