ناپېژانده وسله والو فراه کې د یوه روغتون درې ساتونکي وژلي

13 اسد 1397 ساعت 9:11

سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو فراه ولایت کې پر یوه ملکي روغتون په برید کې د روغتون درې ساتونکي وژلي دي.


سیمه ییز روغتیايي چارواکي وايي، ناپېژانده وسله والو کسانو فراه ولایت کې پر یوه ملکي روغتون په برید کې د روغتون درې ساتونکي وژلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۱۲ مه د فراه مرکز فراه ښار کې رامنځ ته شوې ده.

د فراه د ملکي روغتون د بېړنۍ څانګې زویه نوکریوال ډاکتر ذکي احمدي ویلي، ناپېژانده وسله والو د روغتون د امنیتي پوستې پر ساتونکو برید وکړ، درې ساتونکي یې و وژل او د هغوی وسلې یې له ځان سره یووړې.

نوموړي زیاته کړه، چې درې واړه بریدګر وروسته په یوه فیلډ موټر کې په تېښته بریالي شول.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:فراه
 
 
 


د مطلب کود: 107007

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107007/

جمهور
  https://www.jomhornews.com