هرات کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اورلګېدنې زیان اړولی دی

13 اسد 1397 ساعت 9:37

هرات ولایت کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې د چارواکو په خبره ځاني زیان نه لري خو میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.


هرات ولایت کې د نوي کابلبانک ودانۍ کې اور لګېدلی و، چې د چارواکو په خبره ځاني زیان نه لري خو میلیونه افغانۍ مالي زیان یې اړولی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه پرون جمعه د زمري ۱۲ مه سهار د هرات ښار په امریت څلور لاري کې د نوي کابلبانک په څانګه کې رامنځ ته شوې ده.

سیمه ییز چارواکو ویلي، اور د برېښنا د شارتۍ له امله رامنځ ته شوې، چې د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد په وینا ځاني زیان نه لري، میلیونونه افغانۍ مالیې زیان یې اړولی دی.

فرهاد ویلي، سیمې ته اطفایه پر وخت رسېدلې او نور ډېر زیان د اوښتو مخه یې په چټکۍ سره نیولې ده.

تر اوسه د پېښې د رامنځ ته کېدو اصلي لامل نه دی په ډاګه شوی، خو چارواکي وايي، پلټنې پیل شوې دي.

جمهورخبري آژانس:هرات
 


د مطلب کود: 107011

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107011/

جمهور
  https://www.jomhornews.com