جوزجان کې څلور داعشیانې نیول شوې دي

13 اسد 1397 ساعت 10:46

سیمه ییز امنیتي چارواکي جوزجان ولایت کې د داعش د څلورو ښځینه غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي جوزجان ولایت کې د داعش د څلورو ښځینه غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ وايي، دغه داعشي مېرمنې له درزاب ولسوالۍ د مرکز شبرغان په لور روانې وې، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې نیول شویو مېرمنو د داعش پر غړیتوب اعتراف کړی.

د جوزجان د امنیت امر وايي، نیول شوې مېرمنې د سمنګان، بغلان او کندوز اصلي اوسېدونکي دي او په دې وروستیو کې له داعش سره یو ملګرې شوې وې.

په جوزجان کې دغه داعشي مېرمنې پر داسې مهال نیول کېږي، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت او همدې ولسوالۍ کې تر ۲۰۰ پورې داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شول.

ویل کېږي، وروسته له هغې چې په دې ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړو زور واخیست داعش له ماتې سره مخ شوی او ګڼې سیمې ترې طالبانو نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 107012

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107012/

جمهور
  https://www.jomhornews.com