۰

جوزجان کې څلور داعشیانې نیول شوې دي

شنبی ۱۳ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۴۶
سیمه ییز امنیتي چارواکي جوزجان ولایت کې د داعش د څلورو ښځینه غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.
جوزجان کې څلور داعشیانې نیول شوې دي
سیمه ییز امنیتي چارواکي جوزجان ولایت کې د داعش د څلورو ښځینه غړو د نیول کېدو خبر ورکوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د جوزجان د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالحفیظ وايي، دغه داعشي مېرمنې له درزاب ولسوالۍ د مرکز شبرغان په لور روانې وې، چې د امنیتي ځواکونو له خوا نیول شوې دي.

نوموړي زیاته کړې، چې نیول شویو مېرمنو د داعش پر غړیتوب اعتراف کړی.

د جوزجان د امنیت امر وايي، نیول شوې مېرمنې د سمنګان، بغلان او کندوز اصلي اوسېدونکي دي او په دې وروستیو کې له داعش سره یو ملګرې شوې وې.

په جوزجان کې دغه داعشي مېرمنې پر داسې مهال نیول کېږي، چې څو ورځې وړاندې په دغه ولایت او همدې ولسوالۍ کې تر ۲۰۰ پورې داعشیان افغان حکومت ته تسلیم شول.

ویل کېږي، وروسته له هغې چې په دې ولایت کې د طالبانو او داعش تر منځ جګړو زور واخیست داعش له ماتې سره مخ شوی او ګڼې سیمې ترې طالبانو نیولې دي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي