خوست کې ماین چاودنې درې ولسي وګړي وژلي

17 اسد 1397 ساعت 9:17

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، خوست ولایت کې پر ولسي وګړو د سړک د غاړې ماین چاودنه شوې، چې له امله یې پنځو تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه تېره ورځ سه شنبې د زمري ۱۶ مه د خوست ولایت د ځاخي میدان ولسوالۍ د سيدګۍ په سيمه کې رامنځ ته شوې.

د خوست امنیه قوماندان سمونمل اختر محمد نورزی وايي، وسله والو لومړی په دغه کسانو ډزې کړې او وروسته پرې د ماین چاودنه شوې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د ماین په چاودنه کې درې تنه ولسي وګړي وژل شوي او دوه نور ټپیان شوي دي.
نورزی زیاتوي، چې د وژأ شویو کسانو جسدونه د سیمې خلکو له ځان سره وړي او ټپیان یې خوست ښار کې روغتون ته لېږدول شوي دي.

د خوست امنیه قوماندان د دغه وسله وال برید او میان چاودنې پړه پر وسله والو طالبانو اچولې خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:خوست
 


د مطلب کود: 107165

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107165/

جمهور
  https://www.jomhornews.com