له ایران او پاکستانه ۴۶۳ زره افغان کډوال راستانه شوي دي

17 اسد 1397 ساعت 9:27

د کډوالو نړیواله اداره وايي د روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ۴۶۳ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.


د کډوالو نړیواله اداره وايي د روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ۴۶۳ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې آی اوو اېم اداره زیاتوي، چې دغه ګډوال په خپله خوښه او یا هم په زور له ایران څخه راایستل شوي دي.

د دغه ادارې په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۴۴۲ زره کډوال له ایرانه راستانه شوي، چې شاوخوا ۱۹ زره یې بې اسنادو کډوال دي.

د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت هم دا شمیرې تاییدوي او ویلي يې دي، دغه ډله کډوال د ډېرو زیانمنو شوو کډوالو په ډله کې نه راځي، خو بیا هم دوی هڅه کوي اړینې او د اړتیا وړ مرستې ورسره وکړي.

باید و ویل شي، چې په ایران کې روانې اقتصادي او سیاسي ستونزې له دغه هېواد د دومره لوړ شمېر افغانانو د ستنیدو لامل بلل شوی دی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 

 


د مطلب کود: 107167

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107167/

جمهور
  https://www.jomhornews.com