د کډوالو نړیواله اداره وايي د روان ۲۰۱۸ میلادي کال له پیله تر اوسه پورې ۴۶۳ زره افغان کډوال له ایران او پاکستان څخه خپل هېواد ته راستانه شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې آی اوو اېم اداره زیاتوي، چې دغه ګډوال په خپله خوښه او یا هم په زور له ایران څخه راایستل شوي دي.
د دغه ادارې په راپور کې ویل شوي، چې له دې ډلې ۴۴۲ زره کډوال له ایرانه راستانه شوي، چې شاوخوا ۱۹ زره یې بې اسنادو کډوال دي.
د افغانستان د کډوالو او راستنېدونکو د چارو وزارت هم دا شمیرې تاییدوي او ویلي يې دي، دغه ډله کډوال د ډېرو زیانمنو شوو کډوالو په ډله کې نه راځي، خو بیا هم دوی هڅه کوي اړینې او د اړتیا وړ مرستې ورسره وکړي.
باید و ویل شي، چې په ایران کې روانې اقتصادي او سیاسي ستونزې له دغه هېواد د دومره لوړ شمېر افغانانو د ستنیدو لامل بلل شوی دی.
جمهورخبري آژانس:کابل