امریکايي جنرال:

د افغان سولې له پاره هیلې په ډېرېدو دي، ګڼ فرصتونه ورته برابر شوي

22 اسد 1397 ساعت 8:50

یو امریکايي جنرال وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې له پاره داسې فرصتونه برابر شوي، چې شپږ میاشتې یې په اړه تصور هم نه کېده.


یو امریکايي جنرال وايي، په دې وروستیو کې په افغانستان کې د سولې له پاره داسې فرصتونه برابر شوي، چې شپږ میاشتې یې په اړه تصور هم نه کېده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جنرال ریچارډ کریپ د بي بي سي له انګلسي څانګې سره خبرو کې ویلي، چې په افغانستان کې سولې ته هڅې او هیلې مخ په ډېرېدو دي.

جنرال کریپ د طالبانو او حکومت ترمنځ اوربند ته اشارې سره زیاته کړې، چې په تېرو څو میاشتو کې د افغان سولې په اړه بې ساري هڅې شوې دي.

نوموړي افغان ځواکونه پیاوړي بللي او وايي، دغه پوځ د ډېرو پیاوړو روزونکو له لوري لا هم د پیاوړي کېدو په حال کې دي

دی وايي، پر هوایي ځواک شدید کار روان دی، په نوو الوتکو مجهز کېږي او دوی به وکړی شي چې د جګړو لیکي کنټرول کړي.

دغه امریکايي جنرال زیاته کړې، چې امریکا او د ناټو غړي هېوادونه د افغان ځواکونو روزنې او تجهیز ته ژمن دي او خپلو مرستو ته به ادامه ورکوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107313

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107313/

جمهور
  https://www.jomhornews.com