د ډېورنډ کرښې پورې غاړې چمن کې چاودنه شوې ده

22 اسد 1397 ساعت 12:29

له ډېورنډ کرښې پورې غاړې چمن ښار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.


له ډېورنډ کرښې پورې غاړې چمن ښار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه چمن ښارګوټي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د پاکستان د ملېشه ځواک یو موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.

عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې پر ځای پر ځای شوی و او د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده.

ځايي پولیسو هم ویلي، د چاودنې هدف ښايي د ملېښه ځواک موټر و، چې له امله یې یو تن وژل شوی او د دوه ملېشه سرتېرو په ګډون ۱۰ نور په کې ټپیان شوي دي.

په ټپي شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


د مطلب کود: 107333

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107333/

جمهور
  https://www.jomhornews.com