له ډېورنډ کرښې پورې غاړې چمن ښار کې د سړک د غاړې په یوه چاودنه کې یو تن وژل شوی او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه نن دوشنبې د زمري ۲۲ مه چمن ښارګوټي کې هغه مهال رامنځ ته شوې، چې د پاکستان د ملېشه ځواک یو موټر له سیمې د تېرېدو په حال کې وو.
عیني شاهدان وايي، چاودېدونکي توکي په یوه موټر سایکل کې پر ځای پر ځای شوی و او د ریموټ کنټرول په واسطه چاودنه ورکړل شوې ده.
ځايي پولیسو هم ویلي، د چاودنې هدف ښايي د ملېښه ځواک موټر و، چې له امله یې یو تن وژل شوی او د دوه ملېشه سرتېرو په ګډون ۱۰ نور په کې ټپیان شوي دي.
په ټپي شویو کسانو کې یو ماشوم هم شامل دی.
تر اوسه د دغه چاودنې مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.
جمهورخبري آژانس:کابل