د ټاکنو خپلواک کمېسیون وایي، په غزني ولایت کې د ولسي جرګې او ولسوالیو شوراګانو راتلونکې ټاکنې ناشونې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د دغه کمېسیون ویاند سید حفیظ الله هاشمي ویلي، غزني کې ځکه ټاکنې نه شي تر سره کېدای، چې دغه ولایت کې د ټاکنو له پاره د تیاري لازم وخت له لاسه وتلی دی.
هاشمي آزادۍ راډیو ته ویلي، چې په غزني کې یې د ټاکنو په اړه وړاندیز د امنیت شورا ځانګړې کمېټې ته وړاندې شوی او کمېسیون د هغوی پرېکړې ته انتظار باسي.
نوموړي زیاته کړې، چې کمېټې پر دې مسلې خبرې اترې او بحثونه کړي خو تر اوسه یې وروستۍ پرېکړه نه ده کړې.
دا په داسې حال کې ده، چې د ټاکنو خپلواک کمېسیون څه موده وړاندې هم د ځینو ستونزو له امله د غزني ولایت د ټاکنو د ځنډولو وړاندیز کړی وو.
جمهورخبري آژانس:کابل