۰

هلمند کې یوه ډله طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شول

پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۱
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۸ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.
هلمند کې یوه ډله طالبان د سولې له پروسې سره یو ځای شول
سیمه ییز چارواکي وايي، هلمند ولایت کې د وسله والو طالبانو یوه ۸ کسیزه ډله له جګړې لاس په سر او د سولې له پروسې سره یو ځای شول.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د هلمند ولایت مطبوعاتي دفتر په یوه خبرپاڼه کې ویلي، د ملا لعل محمد په مشرۍ د طالبانو دغه ډله پرون چهارشنبې د زمري ۲۴ مه د سولې له پروسې سره یو ځای شوه.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې ملالعل محمد او ورسره وسله والو له تېرو ۱۵ کلونو راهیسې په دغه ولایت کې د دولت ضد فعالیتونه تر سره کول.

د سولې له پروسې سره یو ځای شویو طالبانو ویلي، دوی ځکه له افغان دولت سره یو ځای شوي، چې د طالبانو د جګړې قومانده د پاکستان په لاس کې ده.

په ورته وخت کې د هلمند والي ژمنه کړې، چې د سولې له پروسې سره یو ځای کېدونکو وسله والو امنیت به خوندي وي او حکومت به د هغوي په ژوند کې د مثبتو بدلونونو په رواستو کې همکاري وکړي.

جمهورخبري آژانس:هلمند
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي