روسیه د افغانستان په اړه غونده کوي او طالبان هم وربولي

25 اسد 1397 ساعت 10:24

روسیه وايي، مسکو به د راتلونکې میلادي سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې طالبان به هم په کې ګډون وکړي.


روسیه وايي، مسکو به د راتلونکې میلادي سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې طالبان به هم په کې ګډون وکړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون چهارشبنې روسیي رسنیو ته کړې ده.

 د رویسې تاس آژانس د کابلوف له قوله ویلي، لا هم د افغانستان په اړه د طالبانو په ګډون په مسکو کې غونډه په پلان کې ده او هڅه به وکړي چې ژر یې جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به هم دې غونډې ته وروبلل شي، خو دا چې طالبان به د دوی غوښتنه ومني که نه او ګډون به وکړي که نه کابلوف څه ویل تر وخت وړاندې وبلل.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د روسیې او افغانستان ترڅنګ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107432

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107432/

جمهور
  https://www.jomhornews.com