۰

روسیه د افغانستان په اړه غونده کوي او طالبان هم وربولي

پنجشنبه ۲۵ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۲۴
روسیه وايي، مسکو به د راتلونکې میلادي سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې طالبان به هم په کې ګډون وکړي.
روسیه د افغانستان په اړه غونده کوي او طالبان هم وربولي
روسیه وايي، مسکو به د راتلونکې میلادي سپټمبر میاشتې په لومړیو کې د افغانستان په اړه یوه غونده جوړه کړي، چې طالبان به هم په کې ګډون وکړي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې دا څرګندونې د افغانستان له پاره د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف پرون چهارشبنې روسیي رسنیو ته کړې ده.

 د رویسې تاس آژانس د کابلوف له قوله ویلي، لا هم د افغانستان په اړه د طالبانو په ګډون په مسکو کې غونډه په پلان کې ده او هڅه به وکړي چې ژر یې جوړه کړي.

نوموړي زیاته کړې، چې طالبان به هم دې غونډې ته وروبلل شي، خو دا چې طالبان به د دوی غوښتنه ومني که نه او ګډون به وکړي که نه کابلوف څه ویل تر وخت وړاندې وبلل.

باید و ویل شي، چې د افغانستان په اړه د مسکو په غونډه کې به د روسیې او افغانستان ترڅنګ د چین، هند، ایران، قزاقستان، قرغیزستان، پاکستان، تاجکستان، ترکمنستان او ازبکستان استازي ګډون وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي