کمانډو ځواکونو پکتیا کې د طالبانو یو زندان مات کړی

27 اسد 1397 ساعت 9:43

ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او درې زندانیان یې ترې راخوشي کړي.


ملي دفاع وزارت وايي، افغان کمانډو ځواکونو پکتیا ولایت کې د وسله والو طالبانو یو زندان مات کړی او درې زندانیان یې ترې راخوشي کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دفاع وزارت پرون جمعه د زمري ۲۶ مه په خپره کړې خبرپاڼه کې ویلي، چې افغان کمانډو ځواکونو د پکتیا ولایت د زرمت ولسوالۍ د غروال په کلي کې د طالبانو پر یوه زندان چاپه و وهله.

سرچینه زیاتوي، چې کمانډو ځواکونو د بدرالدین په نوم د طالب قوماندان پر زندان چاپه و وهله، چې په ترڅ کې یې څلور وسله وال و وژل شول او درې زندانیان ترې راخوشي کړای شول.

په خبرپاڼه کې ویل شوی، چې د عملیاتو پر مهال دوه میله کلاشنکوف، یو میل تومانچه، دوه موبایلونه او نور جنګي توکي او تبلغاتي اسناد تر لاسه شوي دي.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107469

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107469/

جمهور
  https://www.jomhornews.com