۰
امنیتي چارواکي:

د غزني جګړه کې د آی اس آی کارکوونکو او لشکر طیبه جګړه مارو شتون درلود

شنبی ۲۷ اسد ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۵۴
د افغانستان د ملي امنیت یو لوړ پوړی چارواکي وايي، د غزنی ولایت په پنځه ورځۍ جګړه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اس آی) ګڼو مامورینو او د لشکر طبیه ډلې غړو برخه درلوده.
د غزني جګړه کې د آی اس آی کارکوونکو او لشکر طیبه جګړه مارو شتون درلود
د افغانستان د ملي امنیت یو لوړ پوړی چارواکي وايي، د غزنی ولایت په پنځه ورځۍ جګړه کې د پاکستان د استخباراتي ادارې (آی اس آی) ګڼو مامورینو او د لشکر طبیه ډلې غړو برخه درلوده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د افغانستان د ملي امنیت یوه لوړ پوړي چارواکي د نوم نه ښودلو په شرط یک تلوېزیون ته په مرکه کې ویلي، چې د غزني جګړه د پاکستان د څارګرې ادارې ISI د لوړ پوړو کسانو په لارښوونه د پاکستانۍ وسله والې لشکرطیبه ډلې له خوا پر مخ وړل کېده.

دغه سرچینې زیاته کړې، چې د غزنی له جګړې طالبانو ډېری مړي او ټپیان له ډېورنډ کرښې پورې غاړې، ژوب، انګو، ټل، اعظم ورسک او ځینو نورو سیمو او هلته روغتونونو ته وړي دي.

دا په داسې حال کې ده، چې د غزني له جګړې او پر خواله رسنیو د هغه ویډیوګانو او انځورو چې ښودل یې طالبان خپل مړي او ټپیان پاکستان ته وړي، د پاکستان د عوامي نېشنل ګوند مشر افراسیاب خټک او ځینو نورو پاکستاني سیاستوال د پاکستان له حکومته وغوښتل، چې د غزني په جګړه کې د ښکېلو پاکستاني جنګیالیو په اړه وضاحت ورکړي.

دغه راز افغان ولسمشر محمد اشرف غني، چې پرون جمعه د یوه پلاوي په مشرۍ غزني ته تللی و، په دغه جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو شتون تایید کړ.

هغه د پاکستان د پوځ د مشر جنرال قمر جاوید باجوه او د پاکستان د نوي لومړي وزیر عمران خان څخه په کلکه وغوښتل، چې د غزني په جګړه کې د پاکستاني جنګیالیو په اړه وضاحت ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي