د ملګرو ملتونو پخواني مشر کوفي عنان ومړ

27 اسد 1397 ساعت 15:57

سي ان ان تلوېزیوني شبکې خبر ورکړ، چې د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ.


سي ان ان تلوېزیوني شبکې خبر ورکړ، چې د ملګرو ملتونو پخوانی سرمنشي کوفي عنان د ۸۰ کلنۍ په عمر ومړ.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه رسنۍ ویلي، عنان نن د اګست ۱۸ مه سهار په سویسی کې مړ شوی دی.

باید و ویل شي، چې کوفي عنان د ملګرو ملتونو سازمان اووم عمومي مشر و، چې له کال ۱۹۹۷ میلادي څخه یې تر ۲۰۰۶ پورې دغه دنده پر غاړه درلوده.

هغه په لومړي ځل په ۱۹۶۲ کې په ملګرو ملتونو کې دنده تر لاسه کړه، چې د وخت په تېرېدو سره د کډوالو د عالي کمېسارۍ د مرستیال، او ځینې نورې دندې تر سره کړې.

نوموړی د عنان په نوم د یوه بنسټ اېښودونکی او موسس هم و، او په کابل ۲۰۰۱ میلادي کال کې یې د سولې په برخه کې د نوبل جایزه هم وګټله.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107504

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107504/

جمهور
  https://www.jomhornews.com