افغانستان کې دریو امریکايي سرتېرو ته مرګ ژوبله اوښتې ده

29 اسد 1397 ساعت 10:01

د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ویلي، په افغانستان کې دریو سرتېرو ته په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.


د امریکا په مشرۍ ایتلافي ځواکونو ویلي، په افغانستان کې دریو سرتېرو ته په یوه برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د واشنګټن پوسټ (انلاین) ورځپاڼې راپور ورکړی، چې دغه سرتېرو ته د افغانستان په جنوب کې په یوه نفوذي برید کې مرګ ژوبله اوښتې ده.

دغه ورځپاڼې زیاته کړې، چې په دې برید کې یو امریکايي سرتېری وژل شوی او دوه نور ټپیان شوي دي.

د امریکا پوځ هم په یوه خبرپاڼه کې پېښه تایید کړې خو د هغې دقیق ځای یې نه دی په ګوته کړی.

خو واشنګټن پوسټ وايي، یوه افغان چارواکي د نوم د نه ښودلو په شرط ویلي چې دا حمله په اروزګان ولایت کې شوې ده.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر بنسټ وژل شوی او ټپي شوي پوځیانو په اروزګان کې د امریکايي سلاکارانو ساتنه کوله.

د امریکا د پوځ په خبرپاڼه کې د دوه ټپي شویو امریکايي پوځیانو روغتیايي ښه ښودل شوی خو د هویت په اړه یې څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 107556

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107556/

جمهور
  https://www.jomhornews.com