۰

ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګي برید دوه تنه وژلي

شنبی ۳ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۵۴
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر ته څېرمه ځانمرګي برید کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.
ننګرهار کې د ټاکنو کمېسیون ته څېرمه ځانمرګي برید دوه تنه وژلي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې د ټاکنو سیمه ییز دفتر ته څېرمه ځانمرګي برید کې ۶ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې ده.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي زیاته کړې، چې دغه برید نن شنبې د وږي ۳ مه له غرمې مخکې ۱۱:۳۰ بجې د ښار د پنځمې حوزې اړوند سیمه کې د ټاکنو کمېسیون ته څېرمه رامنځ ته شوی دی.

نوموړي ویلي، چې په برید کې مرګ ژوبله هم اوښتې، خو کره شمېره یې اوسه نه ده معلومه.

په ورته وخت کې د ننګرهار د عامې روغتیا رییس ډاکتر نجیب الله کاموال وايي، د پېښې له ځایه روغتون ته د دو تنو جسدونه او څلور ټپیان وروړل شوي، چې د دوه روغتیايي حالت نازک دی.

یوې بلې امنیتي سرچینې بیا ویلي، چې په دې برید کې ۵ تنه وژل شوي او ۱۰ نور ټپیان شوي دي.

په سیمه کې عیني شاهدان وايي، بریدګر پلی و او د ټاکنو کمېسیون ته تر رسېدو وړاندې یې ځان پورې تړولو توکو چاودنه کړې ده.

دوی زیاتوي، چې په برید کې یو شمېر کسانو ته مرګ ژوبله هم اوښتې خو دا چې څومره په اړه یې معلومات نه لري.

عیني شاهدان وايي، برید هغه مهال تر سره شو، چې په دغه سیمه کې د ولسي جرګې د يوه حذف شوي کانديد جاوېد زمان پلويانو اعتراضیه غونډه درلوده.

تر اوسه د برید مسؤولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي