ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې:

داعش غواړي افغانستان او نورو ځایونو کې امن مرکزونه جوړ کړي

4 سنبله 1397 ساعت 9:34

په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي ویلی داعش د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو برخو کې ریښې غځولې او ځان ته د امن ځایونو په لټه کې دي.


په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي ویلی داعش د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو برخو کې ریښې غځولې او ځان ته د امن ځایونو په لټه کې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، چې داعش ډله هڅه کوي ځان ته د پښې ځای پیدا کړي، امن مرکزونه او پټنځایونه ولري.

نیکي هیلي د ترهګرۍ او داعش ضد جګړه باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي، نړیوال باید ځان ډاډه کړي چې دغه ډله د تل لپاره ختمه شوې ده.

نوموړې ټینګار کړي، چې امریکا د ټولو هغو نړیوالو قوتونو تر څنګ ولاړه ده، چې غواړي د داعش ډلې پر ضد مبارزه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107649

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107649/

جمهور
  https://www.jomhornews.com