۰
ملګرو ملتونو کې د امریکا استازې:

داعش غواړي افغانستان او نورو ځایونو کې امن مرکزونه جوړ کړي

یکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۳۴
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي ویلی داعش د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو برخو کې ریښې غځولې او ځان ته د امن ځایونو په لټه کې دي.
داعش غواړي افغانستان او نورو ځایونو کې امن مرکزونه جوړ کړي
په ملګرو ملتونو کې د امریکا دایمي استازې نېکي هیلي ویلی داعش د افغانستان په ګډون د نړۍ په ځینو برخو کې ریښې غځولې او ځان ته د امن ځایونو په لټه کې دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې نوموړې زیاته کړې، چې داعش ډله هڅه کوي ځان ته د پښې ځای پیدا کړي، امن مرکزونه او پټنځایونه ولري.

نیکي هیلي د ترهګرۍ او داعش ضد جګړه باندې ټینګار کړی او ویلي یې دي، نړیوال باید ځان ډاډه کړي چې دغه ډله د تل لپاره ختمه شوې ده.

نوموړې ټینګار کړي، چې امریکا د ټولو هغو نړیوالو قوتونو تر څنګ ولاړه ده، چې غواړي د داعش ډلې پر ضد مبارزه وکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي