۰

حمدالله محب رسمآ د ملي امنیت شورا د سلاکار دنده پیل کړه

یکشنبه ۴ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۱:۴۵
حمدالله محب رسمآ د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه دنده پیل او د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا دغه ادارې ته ور وپېژندل شو.
حمدالله محب رسمآ د ملي امنیت شورا د سلاکار دنده پیل کړه
حمدالله محب رسمآ د افغانستان د ملي امنیت شورا د سلاکار په توګه دنده پیل او د ولسمشر محمد اشرف غني له خوا دغه ادارې ته ور وپېژندل شو.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ښاغلي محب د معرفۍ مراسم نن یک شنبې د وږي ۴ مه په ارګ د ملي امنیت په شورا کې د لوړ پوړو حکومتي چارواکو په شتون کې تر سره شول.

ولسمشر غني د ښاغلي محب د معرفۍ په مراسمو کې د ملي امنیت شورا د مخکني سلاکار ښاغلي اتمر له کړنو مننه وکړه او ویې ویل، چې د یوه ملګري او دوامداره همکار د استعفا منل راته خورا سخت وو، خو د هېواد د لوړو ګټو په خاطر مې دغه تصمیم ته هو و ویل.

ښاغلي غني زیاته کړه، چې ښاغلي اتمر په بېلابېلو برخو کې ډېرې هڅې او زحمتونه کش کړي، چې هېواد یې اوس هم خدمت ته اړتیا لري او د هغه له تجربو به په نورو برخو کې کار واخستل شي.

ولسمشر په دې مراسمو کې ټولو امنیتي مسوولینو ته سپارښتنه وکړه، چې د ښاغلي اتمر ټول امنیتي او شخصي تدابیر باید پر ځای پاتې شي.

هغه په خپلو خبرو کې ټینګار وکړ، چې افغانستان له ګڼو هېوادونو او نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو سره ژورې امنیتي او ستراتېژیکې اړیکې لري، چې د دغه اړیکو مدیریت، نېږدې والۍ او لا ښه کول د ملي امنیت شورا له اساسي دندو څخه دي.

دغه راز په دې مراسمو کې خپله د ملي امنیت شورا نوي سلاکار حمدالله محب و ویل، چې په ټول توان سره به هڅه وکړي، چې دغه ورسپارل شوی لوی مسوولیت په پوره اخلاص او ښه توګه پر مخ یوسي.

د هغه په وینا لکه څنګه یې چې د امریکا کې د افغانستان د سفیر په توګه خپله دنده په اخلاص او ښه توګه مخ ته وړل، په نوې دنده کې به د هغې څو چنده هڅه وکړي، چې خپلې چارې ښې پر مخ بوزي.

نوموړي د ملي امنیت شورا د مخکني سلاکار محمد حنیف اتمر له هڅو او زحمتونو مننه وکړه او ویې ویلو چې د خپل کار د ښه پرمخ وړلو له پاره به له ښاغلي اتمر سره خپلو مشورو ته ادامه ورکړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 


 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي