کونړ کې چاودنې ۱۹ تن ولسي وګړو ته مرګ ژوبله اړولې

7 سنبله 1397 ساعت 10:15

سیمه ییز چارواکي په کونړ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ۱۹ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.


سیمه ییز چارواکي په کونړ ولایت کې د سړک د غاړې په یوه بمي چاودنه کې د ۱۹ ولسي وګړو د مرګ ژوبلې خبر ورکړی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه چاودنه پرون سه شنبې د وږي ۶ مه د کونړ ولایت د شیګل ولسوالۍ د غني کڅ په سیمه کې رامنځ ته شوې ده.

د کونړ د والي ویاند غني مصميم وايي، چاودنه د ولسي وګړو په موټر شوې، چې له امله یې درې تنه وژل شوي او ۱۶ نور ټپیان شوي دي.

د هغه په وینا د پېښې ټپیان د کونړ مرکز اسعدآباد کې ولایتي رغتون ته وړل شوي او روغتیايي حالت یې د ډاډ وړ ښودل شوی دی.

تر اوسه د دغه چاودنې مسوولیت چا پر غاړه نه دی اخیستی.

جمهورخبري آژانس:کونړ
 
 
 


د مطلب کود: 107743

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107743/

جمهور
  https://www.jomhornews.com