چین په افغانستان کې یو پوځي روزنیز کمپ جوړوي

7 سنبله 1397 ساعت 10:46

چینايي رسنۍ وایي، چین غواړي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره یو پوځي روزنیز مرکز یا پنډغالی جوړ کړي.


چینايي رسنۍ وایي، چین غواړي په افغانستان کې له ترهګرۍ سره د مبارزې له پاره یو پوځي روزنیز مرکز یا پنډغالی جوړ کړي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه راپور د ساوت چينا مارنېنگ پوسټ په نوم چينايۍ ورځپاڼې ورکړی دی.

ورځپاڼې لیکلي، ټاکل شوې دا پوځي روزنيز پنډغالي د بدخشان په واخان سيمه کې جوړ شي چې لګښت يې چين ورکوي.

د ورځپاڼې د معلوماتو پر اساس د پنډغالي د جوړېدو چارې پیل شوې او کله چې بشپړ شي د چينايي پوځيانو يو ٥٠٠ کسيز کنډک به د روزنې لپاره هلته ولېږل شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107746

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107746/

جمهور
  https://www.jomhornews.com