افغانستان او چین له ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې ټینګار وکړ

8 سنبله 1397 ساعت 8:47

افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د دولت وزیر چینګ ګوپینګ د افغانستان او چین تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړې.


افغان ولسمشر محمد اشرف غني او د چین د دولت وزیر چینګ ګوپینګ د افغانستان او چین تر منځ په دوه اړخیزه اړیکو او ترهګرۍ سره پر مبارزې خبرې وکړې.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ارګ نه خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني پرون چهارشنبې د وږي ۷ مه ارګ کې د چین د دولت له وزیر سره ولیدل.

سرچینه زیاتوي، چې دواړو لورو د ترهګرۍ سره پر ګډې مبارزې د خبرو او ټینګار تر څنګ سیمه کې د امنیت او ثبات په اړه هم خبرې وکړې.

افغان ولسمشر محمد اشرف غني ویلي، چې ترورېزم د دواړو هېوادونو او نړۍ ګډ دښمن دی، چې په ګډه یې باید مخنیوی وشي.

په دغه لیدنه کې د افغانستان او چین تر منځ پر اقتصادي او سوداګریزه چارو هم خبرې شوې دي.

بل خوا د چین د دولت وزیر په خپلو خبرو کې د ولسمشر غني له خوا د مشروط اوربند له اعلان څخه هر کلی او ملاتړ کړی او ویلي یې دي، چې هېواد یې د افغان سولې په برخه کې مرستو او همکاریو ته ژمن دی.

د چین د دولت وزیر چینګ ګوپینګ ویلي، چې هېواد یې د افغانانو په مشرۍ په افغانستان کې د سولې او ثبات د خبرو پلوي دی.

هغه زیاته کړه چې د چین ولسمشر شي جینګ پینګ هم په همدې نظر دی، چې افغانستان باید هېوادونو تر منځ د هماهنګۍ په مرکز او دغه راز د سیمې د اقتصادي د پراختیا مرکز شي.
 
جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107781

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107781/

جمهور
  https://www.jomhornews.com