ټرمپ:

د شمالي کوریا د وېرولو له پاره ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته

8 سنبله 1397 ساعت 10:04

د امریکا محتده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا د وېرولو له پاره د جنوبي کوریا سره د امریکا ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته.


د امریکا محتده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا د وېرولو له پاره د جنوبي کوریا سره د امریکا ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته.

د جمهور آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره یې اړیکې ښې دي، نو ځکه اړتیا نشته، چې په پوځي تمریناتو میلیونه ډالر ولګول شي.

نوموړي ویلي، که څه هم شمالي کوریا د چین له فشارونو سره مخ ده، خو بیا هم چین له دغه هې،اد سره ځینې مرستې کړې، چې باید دا کچه صفر ته راټیټه کړای شي.

سپينې ماڼۍ دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې د امریکا د دفاع وزیر له جنوبي کوریا سره د پراخو ګډو تمرینونو د پيل خبر ورکړ.

شمالي کوریا او امریکا څه موده وړاندې ګڼې هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې یې شمالي کوریا باید خپل اټومي پروګرامونه وځنډوي او دغه هېواد خلع سلاح شي.

خو په دې وروستیو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ځینې ستونزې پيدا شوې دي او امریکا دغه هېواد ته د خپلو ديپلوماتانو سفر وځنډاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107788

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107788/

جمهور
  https://www.jomhornews.com