۰
ټرمپ:

د شمالي کوریا د وېرولو له پاره ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته

پنجشنبه ۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۰:۰۴
د امریکا محتده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا د وېرولو له پاره د جنوبي کوریا سره د امریکا ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته.
د شمالي کوریا د وېرولو له پاره ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته
د امریکا محتده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ وايي، د شمالي کوریا د وېرولو له پاره د جنوبي کوریا سره د امریکا ګډو پوځي تمریناتو ته اړتیا نشته.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې ټرمپ ویلي، د شمالي کوریا د ولسمشر کیم جونګ اون سره یې اړیکې ښې دي، نو ځکه اړتیا نشته، چې په پوځي تمریناتو میلیونه ډالر ولګول شي.

نوموړي ویلي، که څه هم شمالي کوریا د چین له فشارونو سره مخ ده، خو بیا هم چین له دغه هې،اد سره ځینې مرستې کړې، چې باید دا کچه صفر ته راټیټه کړای شي.

سپينې ماڼۍ دا خبره وروسته له هغه وکړه، چې د امریکا د دفاع وزیر له جنوبي کوریا سره د پراخو ګډو تمرینونو د پيل خبر ورکړ.

شمالي کوریا او امریکا څه موده وړاندې ګڼې هوکړې لاسلیک کړې، چې له مخې یې شمالي کوریا باید خپل اټومي پروګرامونه وځنډوي او دغه هېواد خلع سلاح شي.

خو په دې وروستیو کې ددواړو هېوادونو ترمنځ ځینې ستونزې پيدا شوې دي او امریکا دغه هېواد ته د خپلو ديپلوماتانو سفر وځنډاوه.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي