د بښنې نړیواله ټولنه، فنلنډ دې افغان کډوال نه وباسي

8 سنبله 1397 ساعت 11:15

فېنلنډ کې د بښنې نړيوالې ټولنې دفتر د دغه هېواد له دولت غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ودروي.


فېنلنډ کې د بښنې نړيوالې ټولنې دفتر د دغه هېواد له دولت غوښتي چې د افغان کډوالو د بېرته ستنولو لړۍ ودروي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې فېنلنډۍ يو تي يست ورځپاڼې ليکلي چې تېره يکشنبه افغانستان لپاره د فېنلنډ سفير يوې راډيويي خپرونې ته وويل، رسنۍ د افغانستان د حالاتو په تړاو مبالغه کوي نو دوی غواړي افغان کډوال خپل هېواد ته ولېږي.

نوموړي زیاته کړې وه، چې په افغانستان کې وضعیت ښه دی او کډوالو ته په کار ده، چې د حکومت له پرېکړې سره مخالفت و نه کړي.

خو د یادې رسنۍ د معلوماتو پر بنسټ د بښنې نړیوالې ټولنې ویلي، چې په افغانستان کې لا هم وضعیت د اندېښنې وړ دی، ترهګرې ډلې د خلکو ژوند ته ګواښونه جوړوي کړي دي.

د بښنې نړیوالې ټولنې همدې ستونزو ته په کتو د فنلنډ په ګډون نورو هېوادونو ته په کار ده، چې د افغان کډوالو ستنول ودروي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107791

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107791/

جمهور
  https://www.jomhornews.com