ولسمشر غني د اغا خان بنسټ له سفیرې سره وکتل

10 سنبله 1397 ساعت 16:20

ولسمشر محمد اشرف غني له غرمې مخکې د کریم اغا خان بنسټ له سفیرې سره په ارګ کې کتلي دي.


ولسمشر محمد اشرف غني له غرمې مخکې د کریم اغا خان بنسټ له سفیرې سره په ارګ کې کتلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د  ارګه خپره شوې خبرپاڼه وايي، په دغه کتنه کې چې نن شنبې د وږي ۱۰ مه وشوه د افغانستان په ګډون په بېلابېلو هېوادونو کې د انرژۍ، مخابراتو او کرنې په برخوکې د اغاخان بنسټ د پروژو او په افغانستان کې اړوندو سکتورونو کې د پانګونې لپاره د اسانتیاو په اړه بحث او خبرې وشوې.

خبرپاڼه کې راغلي، چې ولسمشر غني په خپلو خبرو کې و ویل، چې اړوندې ادارې به د اغاخان بنسټ په ګډون د خصوصي سکتور ټولو بنسټونو او پانګوالو ته چې په افغانستان کې پانګونه کوي قانوني اسانتیاوې برابرې کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107844

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107844/

جمهور
  https://www.jomhornews.com