بلخ ولایت کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ چورلکه لوېدلې ده

11 سنبله 1397 ساعت 9:37

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، د بلخ ولایت په ۲۰۹ شاهین قول اردو کې د یوې بهرنۍ کمپنۍ یوه چورلکه د تخنیکي ستونزو له امله غورځېدلې ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د بلخ د شاهین قول اردو ویاند حنیف رضايي زیاتوي، چې دغه پېښه نن یک شنبې د وږي ۱۱ مه په شاهین قول اردو کې رامنځ ته شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې غورځېدلې الوتکه د یوې بهرنۍ کمپنۍ وه او فاریاب ته یې پوځيان لېږدول چې تر پورته کېدو وروسته غورځېدلې ده.

تر اوسه د مرګ ژوبلې په اړه معلومات نشته، خو لومړی پلټنې ښيي، چې چورلکه د تختکي ستونزو له کبله لوېدلې ده.

جمهورخبري آژانس:بلخ


 


د مطلب کود: 107855

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107855/

جمهور
  https://www.jomhornews.com