د ملي امنیت شورا سلاکار له ځینو سفیرانو سره کتلي دي

12 سنبله 1397 ساعت 9:10

د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او دغه راز د ملګرو ملتونو له استازو سره پر ځینو مهمو مسایلو بحث او خبرې کړي دي.


د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او دغه راز د ملګرو ملتونو له استازو سره پر ځینو مهمو مسایلو بحث او خبرې کړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب پرون یکشنبې د وږي ۱۱ مه له دغه بهرنیو استازو سره کتلي دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او فرانسې پر سفیرانو سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازوالۍ دفتر یا یوناما مشر او د ناټو د غړو هېوادونو په استازیتوب د دې سازمان ملکي استازی شامل وو.

خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ تر څنګ، د سولې پر بهیر او ټاکنیزو چارو بحث وشو.

سرچینه کاږي، دغه سفیرانو او عالي رتبه استازو و ویل، د افغانستان روښانه راتلونکی له افغانانو سره د دوی ګډ هدف دی او دې هدف ته رسېدو په موخه به له ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 107881

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107881/

جمهور
  https://www.jomhornews.com