د افغانستان د ملي امنیت شورا سلاکار ډاکتر حمدالله محب کابل کې د یو شمېر هېوادونو له سفیرانو او دغه راز د ملګرو ملتونو له استازو سره پر ځینو مهمو مسایلو بحث او خبرې کړي دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ملي امنیت شورا له دفتره خپره شوې خبرپاڼه وايي، ښاغلي محب پرون یکشنبې د وږي ۱۱ مه له دغه بهرنیو استازو سره کتلي دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، چې په دې لیدنه کې د امریکا متحده ایالاتو، بریتانیا، جرمني او فرانسې پر سفیرانو سربېره د افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د ځانګړي استازوالۍ دفتر یا یوناما مشر او د ناټو د غړو هېوادونو په استازیتوب د دې سازمان ملکي استازی شامل وو.
خبرپاڼه کې راغلي، چې په دې ناسته کې له ترهګرۍ سره د مبارزې او افغان ځواکونو د تجهیز او ملاتړ تر څنګ، د سولې پر بهیر او ټاکنیزو چارو بحث وشو.
سرچینه کاږي، دغه سفیرانو او عالي رتبه استازو و ویل، د افغانستان روښانه راتلونکی له افغانانو سره د دوی ګډ هدف دی او دې هدف ته رسېدو په موخه به له ټولو فرصتونو څخه ګټه پورته کړي.
جمهورخبري آژانس:کابل