وسله والو پکتیا کې دوه ښوونځي په بمونو الوځولي

12 سنبله 1397 ساعت 11:20

ځايي سرچینې وايي، وسله والو کسانو په پکتیا ولایت کې دوه ښوونځي په بمونو الوځولي او یو بل ښوونځی یې په راکېت ویشتی دی.


ځايي سرچینې وايي، وسله والو کسانو په پکتیا ولایت کې دوه ښوونځي په بمونو الوځولي او یو بل ښوونځی یې په راکېت ویشتی دی.

د جمهور آژانس د خبر له مخې دغه پېښه نن دوشنبې د وږي ۱۲ مه سهار شاخوا پنځه بجې د پکتیا ولایت مرکز ښرنه کې رامنځ ته شوې ده.

ځايي سرچینې زیاتوي، چې وسله والو د حضرت بلال او سید جلال بخاري په نامه ښوونځي په بمونو الوځولي او دغه راز یې د خواجه خېلو لېسې اداره په راکېټ ویشتې ده.

تر اوسه د پکتیا چارواکو په رسمي ډول په دې اړه څه نه دي ویلي، او نه هم ښوونځیو ته د اوښتي زیان په اړه معلومات شته.

د پېښې مسؤولیت هم تر اوسه چا نه دی منلی.

جمهورخبري آژانس:پکتیا
 
 


د مطلب کود: 107886

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107886/

جمهور
  https://www.jomhornews.com