بلخ ولایت کې دوه سیمې طالبانو ولکه کړې دي

12 سنبله 1397 ساعت 14:45

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د تانه او چاهي سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، بلخ ولایت کې د تانه او چاهي سیمې د وسله والو طالبانو لاس ته لوېدلي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې سیمه ییز چارواکو ویلي طالبانو تېره شپه د بلخ د چهاربولک ولسوالۍ د تانه پر کلي او د دولت آباد ولسوالۍ د چاهي پر کلي بریدونه وکړل.

سرچینه زیاتوي، دغه کلي، چې امنیت یې د سیمه ییزه پاڅونوالو له خوا ساتل کېده، د وسله والو طالبانو لاس ته ورغلې دي.

د بلخ د امنیه قوماندانۍ د امنیت امر عبدالرازق قادري د چهاربولکه د کلي سقوط تاييد وي خو د دولت آباد ولسوالي د چاهي په اړه وايي، سیمه ییزه امنیتي ځواکونو تکتیکي شا تګ کړی دی.
 
طالبانو هم د دغه کلیو د نیولو خبر ورکړی دی او ویلي یې دي، چې امنیتي ځواکونو ته یې درنه مرګ ژوبله اړولې خو امنیتي چارواکي یې دغه ادعا نه مني.

جمهورخبري آژانس:بلخ
 


د مطلب کود: 107904

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/107904/

جمهور
  https://www.jomhornews.com