د امریکا دفاع وزارت یا پنټاګون وايي، هڅه کوي، چې تر ۲۰۲۳ میلادي کابل پورې د افغان هوایي ځواکونو شمېر ۳برابره ډېره کړي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې پنټاګون په یوه خبرپاڼه کې ویلي، چې د همدې موخې له پاره یې د ۱،۸ میلیارد ډالرو قرار داد منظور کړی دی.
د امریکا د دفاع وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې د افغان هوایي ځواکونو لپاره د A-29 ډوله الوتکو د پېرلو او د اړتیا وړ تجهیزاتو برابرلو په موخه د ۱ میلیارد او ۸۰۸ میلیون ډالرو په ارزښت نوی قرارداد منظور شوی دی.
سرچینې زیاته کړې، چې دغه قرار داد سییرا نیویدا شرکت ته ورکړل شویو چې چارې به د ۲۰۲۴ میلادي کال د ډسمبر میاشتې تر ۳۱ مې نیټې پورې بشپړې شي.
په افغانستان کې د ناټو غوڅ ملاتړ ماموریت چارواکو هم ویلي، چې د افغان هوایي ځواکونو جوړښت به تر ۲۰۲۳ میلادي کال پورې لا پراخ شي او د نورو تجهیزاتو تر څنګ به یې شمېر هم درې برابرو ته لوړ کړل شي.
باید و ویل شي، چې افغان حکومت او متحدینو یې د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې تر پخوا ډېرې ګړندۍ کړې دي.
جمهورخبري آژانس:کابل