طالبانو د غور د شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان وژلی دی

15 سنبله 1397 ساعت 11:31

سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی او ۲۰۰ټنه غنم یې له ځانه سره وړي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، وسله والو طالبانو د غور ولایت د شهرک ولسوالۍ امنیه قومندان وژلی او ۲۰۰ټنه غنم یې له ځانه سره وړي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې غور د والي ویاند عبدالحی خطیبي ویلي، چې امنیه شهرک ولسوالۍ امنیه قوماندان د طالبانو په یوه کمین کې وژل شوی دی.

نوموړي چې امنیه قومندان د یاد ولایت له مرکزه شهرک ولسوالۍ ته هغه ۲۰۰ټنه غنم سکورټ کول چې په اضطراري حالاتو کې باید ترې استفاده شوې وای، خو د لارې په اوږدو کې د وسله والو طالبانو له کمین سره مخ شوی، چې د برید په پایله کې نوموړی له خپلو دوو ساتونکو سره وژل شوی دی.

خو طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:غور
 
 

 
 
 


د مطلب کود: 108015

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108015/

جمهور
  https://www.jomhornews.com