جاپان کې سختې زلزلې ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اړولې ده

17 سنبله 1397 ساعت 13:55

راپورونه وايي، چین کې د یوې سختې زلزلې له امله ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه یې نړولي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.


راپورونه وايي، چین کې د یوې سختې زلزلې له امله ۴۲ تنو ته مرګ ژوبله اوښتې او لسګونه کورونه یې نړولي، چې ښايي د مرګ ژوبلې کچه نوره هم لوړه شي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې جاپاني رسنیو ویلي، دغه زلزله چې د ریشتر په درجه ۶،۷ وه د جاپان په هوکیادو جزیره کې رامنځ ته شوې ده.

لومړني راپورونه وايي، په دغه زلزله کې ۱۶ تنه وژل شوي او ۲۶ نور ټپیان شوي دي.

جاپاني رسنیو زیاته کړې، چې د زلزلې له امله ځمکه ښوېدلې، چې سلګونه کورنه یې تر خاورو لاندې کړي او ښايي د مرګ ژوبلې شمېر تر دې هم لوړ شي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 


د مطلب کود: 108050

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108050/

جمهور
  https://www.jomhornews.com