ننګرهار کې سړي تښتوونکو دوه ولسي وګړي وژلي دي

18 سنبله 1397 ساعت 9:48

سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې انسان تښتونکو چې د یوه کس د تښتولو هڅه یې کوله د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.


سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې انسان تښتونکو چې د یوه کس د تښتولو هڅه یې کوله د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه پېښه پرون شنبې د وږي ۱۷ مه ماښام د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې په یاده ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو هڅه کوله د سیمې یو وګړۍ وتښتوي خو هغوی خپل هدف ته نه دي رسېدلي او د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.

خوږیاڼی وايي، انسان تښتونکو د خلکو سره د مقاومت پر مهال ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې دوه عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، د انسان تښتوونکو د شمېر په اړه معلومات نشته، خو سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وړاندې په تېښته بریالي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 


د مطلب کود: 108072

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108072/

جمهور
  https://www.jomhornews.com