۰

ننګرهار کې سړي تښتوونکو دوه ولسي وګړي وژلي دي

یکشنبه ۱۸ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۰۹:۴۸
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې انسان تښتونکو چې د یوه کس د تښتولو هڅه یې کوله د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.
ننګرهار کې سړي تښتوونکو دوه ولسي وګړي وژلي دي
سیمه ییز چارواکي وايي، ننګرهار ولایت کې انسان تښتونکو چې د یوه کس د تښتولو هڅه یې کوله د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي ویلي، دغه پېښه پرون شنبې د وږي ۱۷ مه ماښام د ننګرهار ولایت په مومندرې ولسوالۍ کې رامنځ ته شوې.

نوموړي زیاته کړې په یاده ولسوالۍ کې انسان تښتوونکو هڅه کوله د سیمې یو وګړۍ وتښتوي خو هغوی خپل هدف ته نه دي رسېدلي او د سیمې د خلکو له مقاومت سره مخ شوي دي.

خوږیاڼی وايي، انسان تښتونکو د خلکو سره د مقاومت پر مهال ډزې کړې، چې په ترڅ کې یې دوه عام وګړي وژل شوي او پنځه نور ټپیان شوي دي.

د والي ویاند زیاتوي، د انسان تښتوونکو د شمېر په اړه معلومات نشته، خو سیمې ته د پولیسو تر رسېدو وړاندې په تېښته بریالي شوي دي.

جمهورخبري آژانس:ننګرهار
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي