د جوزجان په خماب ولسوالۍ طالبانو برید کړی دی

18 سنبله 1397 ساعت 12:25

سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لسګونه وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ ډلیز برید کړی او جګړه اوس هم روانه ده.


سیمه ییز امنیتي چارواکي وايي، لسګونه وسله والو طالبانو د جوزجان ولایت په خماب ولسوالۍ ډلیز برید کړی او جګړه اوس هم روانه ده.

د جمهور آژانس د خبر له مخې د خماب سرپرست امنیه قوماندان محمد آسماعیل زیاتوي، چې طالبانو نن یکشنبې د وږي ۱۸ مه پر دغه ولسوالۍ حمله کړې ده.

نوموړي زیاته کړه، چې د دې ولسوالۍ په ښار کې د ننه جګړه روانه ده، دوکانونه تړلي او هېڅوک له خپلو کورونو نه شي وتلي.

د خماب ولسوال چې خپله هم په جګړه کې دی، د اوښتې مرګ ژوبلې په اړه څه ونه ویل او طالبانو هم څه نه دي ویلي.

جمهورخبري آژانس:جوزجان
 
 


د مطلب کود: 108076

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108076/

جمهور
  https://www.jomhornews.com