ام- ډي شرکت افغان هوایي ځواکونو ته ۵ جنګي چورلکې سپارلې

22 سنبله 1397 ساعت 11:02

د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي.


د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي.

د جمهور آژانس د خبر له مخې یاد شرکت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه پنځه نوې الوتکې د اګسټ په ۸ مه نیټه افغانستان ته رسیدلې او د کندهار په هوایي ډګر کې د افغانستان هوایي ځواکونو ته سپارل شوې دي.

په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چورلکې د نوي نسل برخه ده چې په پرمختللو تجهیزاتو او برېښنایي سیسټمنو سمبالې دي.

باید و ویل شي، چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 


د مطلب کود: 108238

دمطلب پته: https://www.jomhornews.com/ps/news/108238/

جمهور
  https://www.jomhornews.com