د ام-ډي هلیکوپټرز په نوم یوه امریکایي شرکت وايي، پنځه نوې جنګي هلیکوپټرې یې د افغانستان هوایي ځواک ته سپارلې دي.
د
جمهور خبري آژانس د خبر له مخې یاد شرکت په یوه خبرپانه کې ویلي، چې دغه پنځه نوې الوتکې د اګسټ په ۸ مه نیټه افغانستان ته رسیدلې او د کندهار په هوایي ډګر کې د افغانستان هوایي ځواکونو ته سپارل شوې دي.
په خبرپاڼه کې ویل شوي، دغه چورلکې د نوي نسل برخه ده چې په پرمختللو تجهیزاتو او برېښنایي سیسټمنو سمبالې دي.
باید و ویل شي، چې افغان حکومت او د افغانستان متحدینو د افغان امنیتي او دفاعي ځواکونو د تجهیز او پیاوړتیا لپاره خپلې هلې ځلې ګړندي کړي دي.
جمهورخبري آژانس:کابل