۰
کابل کې د امریکا سفیر:

امریکا هڅه کوي د افغانستان ستونزه له سیاسي لارې حل شي

یکشنبه ۲۵ سنبله ۱۳۹۷ ساعت ۱۲:۰۷
کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، د افغانستان روانه جګړه نظامي حل نه لري او امریکا هم تر ډېره پر نظامي تګلاره ټینګار نه کوي.
امریکا هڅه کوي د افغانستان ستونزه له سیاسي لارې حل شي
کابل کې د امریکا سفیر جان باس ویلي، د افغانستان روانه جګړه نظامي حل نه لري او امریکا هم تر ډېره پر نظامي تګلاره ټینګار نه کوي.

د جمهور خبري آژانس د خبر له مخې باس زیاته کړې، د امریکا په حکومت کې هېڅوک هم اوس په دې ټینګار نه کوي چې افغان جګړه دې له نظامی لارو حل شي بلکې د سیاسي حل لپاره یې هڅې روانې دي.

نوموړي ویلي امریکا هڅه کوي له ممکنو لارو افغان جګړه پای ته ورسوي او په دې برخه کې یې له پاکستان هم غوښتي چې له افغان حکومت سره د سولې په پروسه کې مرسته وکړي.

بل خوا باس د افغانستان د امنیت او دایمي ثبات لپاره اقتصادي وده مهمه بللې ده او د افغانستان له ګاونډیو هېوادونو په تېره بیا هند یې غوښتي چې له افغانستان سره د سوداګرۍ او ترانزیت په برخه کې خپلې مرستې دوامداره وساتي.

باس پر داسې مهال له نظامي لارې نه بلکې له سیاسي لارې د افغانستان ستونزې ته د حل لارې موندلو او هڅو خبر ورکوي، چې روسیې ویلي، امریکا په په افغانستان کې خپلې ګټې پالي او د جګړې د پای ته رسولو قوي اراده نه لري.

د روسیې ځانګړي استازي ضمیر کابلوف ویلي څومره چې امریکا په افغانستان کې د جګړې لپاره کار کوي، دومره یې د سولې لپاره نه دی کړی.

نوموړي ادعا کړې، چې امریکا نه غواړي په سیمه کې سوله او امنیت ټینګ شي، ځکه یې د سولې او خبرو پروسه انحصار کړې ده.

د کابلوف په وینا امریکا د سیمې هېوادونو ته په افغان سوله کې د مداخلې او یا مرستې چانس نه ورکوي او هر څه پخپله خوښه مخ ته وړي.

په ورته وخت کې کابلوف د طالبانو دا خبره چې له امریکا سره مخامخ خبرې کوي او بهرني ځواکونه دې له افغانستانه ووځي، تصادفي نه بولي او وايي، امریکا ته په کار ده، چې د طالبانو پر دغه وړاندیز او څرګندونو پوره غور وکړي او په دې توګه دې دلته روانه جګړه پای ته ورسوي.

جمهورخبري آژانس:کابل
 
 
 
ستاسو نوم

ستاسو دبرېښنا ليک پته
ستاسو نظر *

تر ټولو ډېر لیدل شوي